مجله حقیقت از نگاه دوستان حقیقت

مجله حقیقت از نگاه دوستان حقیقت

ترتیب: ابوحسینه حقانی

سید حفیظ الله آغا صاحب د فرهنگي کمسیون دویم مرستیال:

دحقیقت مجلې دمسؤل مدیر اودمجلی دټولو همکارنو هڅې اوهاند دستاینې اوتقدیر وړدي  چی دمجلی دپیل نه بیا تراوسه پوری نه یوازي داچي دوی پخپل  کار کی کومه ناغیړي او سستي ونکړه بلکه لایې نوموړې مجله دډیزاین،مضامینو،محتواپه لحاظ نوره هم معیاري او باکیفیته کړه او دکتونکي پلاوي فعالیت یې هم دستاینې وړدئ چي په داټوله تیره شوې موده کي یې ټول مضامین کنترول اوداسلامي امارت له پالیسي سره عیار او نشرته وسپارل چي په مټ یې حقیقت مجله  داسلامي امارت  دارمانونو یوه نماینده مجله ده او خلقوته یې دامارت پالیسي په کماحقه ډول روښانه کړې

الله ج دی دنوموړې مجلې چلونکیو اوهمکارانوته دخیر بدله ورکړي  او له الله ج څخه یې دلابریا غوښتونکی یم او له لیکوالانو یې دمننې ترڅنګ هیله کوم چی دا مجله نوره هم په خپلو ارزښتمنو لیکنو ښائسته او غنی کړی الله ج دی ددغې دائمي قلمي خدمت نیکه بدله  اوکامیابی ور په برخه کړي.

ذبیح الله مجاهد د افغانستان اسلامی امارت ویاندوي:

د حقیقت مجلې د څلورم تلین په مناسبت!

د حقیقت مجلې بریالی څلور کلن یون موږ ته دا خبره واضح کوي چې پياوړی عزم او پخه اراده خورا ډير کارونه اسانه کولای شي.

د مجلي پيل کونکو به ممکن څلور کاله وړاندې وخت په یاد وي چې له اقتصادي او فرهنګی فقر سره سره يې د دې مجلې د چاپ کار پيل کړ اوپه دې لاره کې يې ستړې وګاللې.

امید دومره نه وو چې حقیقت مجله به لکه څرنګه چې ځلیږي دومره وځلیدلی شي او د یوې درنې محتوا سره یوځای به څلور کاله په بریا سره تر شا پریږدي، خو الحمدلله نن وینو چې هغه مجله چې له یو عالم مشکلاتو سره سره اوږه ورکړل شوې وه، مسئول مدیر، لیکوالانو، ډيزائنرانو او تمویلونکو ټولو خپل همت وښود او د دې وزيني مجلې څلورم کال يې هم بشپړ کړ.

د حقیقت مجلې په دننه کې د اسلامي امارت پالیسۍ، لاسته راوړنې، په هیواد کې د روان جهادي وضعیت په اړه معلومات، مقالې، مرکې،  د اسلامي نظام د اقامې لپاره هلې ځلې  او ګڼې نورې بوختونکې ادبي، کلتوري او تفريحي لیکنې او شعرونه لولو چې مجلې ته يې د یوې پياوړې چاپي پانګې بڼه ورکړې ده.

زه د یادې مجلې د څلورم کال د بشپړتیا په ویاړ د مجلې مسئول مدیر، ويښو لیکوالانو، شاعرانو او د ډيزائن په کار کې بوختو ټولو ملګرو ته د دې بریا مبارکي وایم او د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون ته د لاتوفیق هیله کوم چې د یادې مجلې د تيراژ په ډيریدو او د زمان په کمیدو کې مرسته وکړي او کارکونکوته يې لا ښه زمینه مساعده کړي، تر څو په دري ژبه کې د مسلمانو اومجاهدو هیوادوالوته تنده خړوبه کړل شي.  اجرکم علی الله

عمران خلیل د الاماره ویب پاڼې مسؤل مدیر:

د حقیقت مجلې د څلورم خپرنیز کال د بشپړیدو په مناسبت

په داسي وخت کې چې په مطبوعاتي ډګر کې د غرب او غرب پلوه رسنیو ګمراه کوونکی جال خپور دی، ددښمن ټول اعلامي وسایل بوخت دي چې د اسلام او په ځانګړي‌ډول د جهاد او مجاهدینو ضد په تبلیغ کولو سره د ټولنې د ناخبرو وګړو په سترګو پردې وغوړوي او له مځکنیو حقایقو یې ناخبره وساتي، پر دې برسیره دښمن په خپل ټول قوت متوجه دی چې د جهاد او مجاهدینو د حمایت هر فرهنګي حرکت وڅاري او د مخنیوي هڅه یې وکړي،  په داسي ناګواره او ناسازه حالاتو کې د مطبوعاتي جهاد په برخه کې یو کوچنی قدم اخیستل هم ډیره لوړه حوصله او پوخ عزم غواړي.

د افغانستان اسلامي‌امارت د فرهنګي چارو د کمیسیون لخوا د نورو فرهنګي او مطبوعاتي‌ فعالیتونو او خدمتونو ترڅنګ د(حقیقت) مجلې ایجاد او تآسیس، (چې ډیره برخه مطالب یې په دري ژبه دي)، په خپل وخت کې ډیر پرځاي او مناسب اقدام وو، د خوښۍ ځای دي چې د حقیقت مجله د خپلو هڅاندو جهادي ‌قلموالو او همکارانو د هڅو په برکت خپل څلورم خپرنیز کال بشپړوي، په داسي نامساعدو شرایطو او محدودو امکاناتو کې د حقیقت مجلې څلور کلن مزل د فرهنګي‌چارو د کمیسیون او په ځانګړې توګه د حقیقت مجلې د ادارې لپاره لویه لاسته راوړنه او ستره بریا بللی شو.

حقیقت مجله چې د امریکایي اشغال په وړاندې د افغان ولس د جهادي بریاو خپرول او د خپلو مظلومو او اشغال ځپلو افغانانو د مظلومیت اواز منعکسول یې اصلي نصب العین دی، د دې ترڅنک تل یې د اشغالګرو او د هغوئ د ګوډاګیانو له لوري د ترسره کیدونکو جنایتونو او ظلمونو نه پرده پورته کړې د هغوئ وحشت او ناروا یې رسوا کړې.

الله تعالی دي د حقیقت مجلې همکارانو او ټولو جهادي قلموالو ته مزید توفیق ورنصیب کړي چې د خپلو نظامي مجاهدینو سره اوږه په اوږه همدا فرهنګي او مطبوعاتي سنګر لا ګرم وساتي او د(حقیقت) له لارې حقیقتونه تر هیوادوالو او نړیوالو ورسوي.

حاجی اسد افغان مسئول سمعی و بصری الاماره:

در باره حقیقت من نمیدانم چه بگویم یعنی الفاظی نمی یابم که خدمت دوستان در این مجله را توصیف کنم الفاظی که حق حقیقت را بیان کنند زیرا که الحمدلله حقیقت یک مجله است که نمایندگی و ترجمانی امارت اسلامی را در حدی به خوبی می کند که ما هیچ الفاظ در ستایش آن نداریم. ما حیران استیم که چه بگوییم زیرا این مجله را زیاد خوش داریم. و اینقدر محبت داریم با مجله حقیقت که به زبان حق اش را ادا کرده نمی توانیم. خدا نخواسته ما می ترسیم چیزی بگوییم که حق حقیقت ادا نشود. تشکر و کامیابی و موفقیت روز افزون برای ارکان مجله حقیقت را از رب منان استدعاء دارم.

قاري حبیب دتالیف او ترجمي مسئول:

حقیقت د حقائقو هنداره

په افغانستان د امریکا له پوځي یرغل سره هم مهال زموږ  په هیواد د غربي طاغوتیانو له خوا فکري، فرهنګي یا رسنیز یرغل هم ترسره شو. زموږ د اولس او په خاص ډول د ځوان نسل د ګمراه کولو په مقصد په سلګونو راډیوګانې، ټیلویزیونونه، مجلې، ورځپاڼې، ویب سایټونه او ډول ډول نشریې رامنځته شوې. ددغو یرغل راوړیو نشریو زیاتره یې د امریکا د سفارت، اروپایي ټولنې، نیوز کارپوریشن او نورو غربي بنیادونو لخوا رامنځته او ډالري تمویل یي پیل شو تر څو په ګډه د افغان اولس له زړه او دماغ څخه اسلامي عقیده، دیني ثقافت او مقدس افکار وباسي او په ځای یې غربي افکار او فرهنګ ورپیچکاري کړي.

د غرب د تبلیغاتي یرغل په وړاندې یوازینی هغه ځواک چې په فرهنګي برخه کې یي نشراتي جهاد پیل کړ د اسلامي امارت قلموال او مطبوعات وو. له دې جملې یوه مجله چې له تیرو څلورو کلونو راهیسې د هیواد په خوږه ژبه دري باندې خپرونې کوي. حقیقت مجله ده، چې په خپله اړونده برخه کې یې تر اوسه د فرهنګي جهاد مشعل ځلاند ساتلی او د دښمن په وړاندې یې په میړانه قلمي مبارزه کړې ده.

حقیقت مجله زموږ د یوه تاریخي جهادي دوران هغه کارنامه سازه نشریه ده، چې په سخت وخت کې یې د باطل په وړاندې د حق غږ پورته کړی. د اسلام، جهاد، شریعت او له طاغوت څخه د بیزارۍ شعار یې بدرګه کړی، د محکوم او اشغال شوي اولس مظلومانه تصویر یې برجسته کړی، د اشغال په وړاندې یې د هیوادوالو اذهان تنویر کړي، هغوی ته یې د هیواد او نړۍ د مهمو موضوعاتو په رابطه مفیدې مقالې نشرکړي. د لوستي نسل فکري او ادبي تنده یې ماته کړې او په خپلو وزینو صفحو کې یې په سلګونو ګټور علمي، فرهنګي، معلوماتي او دیني مطالب تر لوستوالو پورې رسولي دي.

زه د حقیقت مجلې د څلورمې کلیزې په رارسیدو ددې مجلې مسؤلینو، لوستونکو او ټولو مینه والو ته مبارکي وایم. لوستونکې د دې مجلې لوستلو، له مجلې سره همکارۍ او د مجلې مطالب تر نورو پورې رسولو ته رابولم. حقیقت د حقائقو هنداره ده او دا هنداره د تل لپاره له الله تعالی څخه رڼه او ځلیدونکې غواړوم. آمین

ق. اسحق موحد نویسنده و همکار قلمی مجله:

در زمانه ای که سخن از جهاد، دعوت به جهاد، تبلیغ به جهاد و قلم زدن برای جهاد جرم پنداشته میشود و توصیف مجاهد و تشریح کارنامه و قهرمانی هایش ارهاب و دهشت افگنی تلقی می گردد، و به خاطر صفایی نام و القاب عده ای از مردان قلم به دست غیور دیروزی میدان را رها، کمین را خالی، سنگر را تخریب و چوب هایش را با گندنه عوض کردند، ولی باز هم به فضل و مرحمت الله عزوجل مردانی شجاع و مبتکر دیگری آرام ننشسته، عزم را جزم و با قامت استوار دست به قلم برده و خالیگاه بزرگی را که در دیوار مطبوعات جهادی به چشم میخورد با ایجاد مجله وزین حقیقت پر ساختند وحقا که این عزیمت قابل ستایش و قربانی بزرگ می باشد.

به “حقیقت” میگویم :برخیز و میان دلبران جلوه گری کن!

فاروق غوری نویسنده، تحلیلگر و فعال فیسبوکی:

سخن پیرامون مجله حقیقت و قلم فرسایی در وصفش، آراستن گونه ها و پیراستش اوراقش کار ساده نیست و تنها استادان نستوه و فرهیخته که عمرهای شان صرف قلم زنی شده میتوانند و یا حق دارند تا در وصف چنین یک مجله سخن بگویند، راستی شاگرد را چه حق است تا جای استاد نشیند و پسر را نصیبۀ از نقد کارهای پدر نیست. و یا چه بسا که کاکل جانان به مشاطه ضرورت ندارد تا آنرا شانه زند، طوریکه سعدی گوید: “حاجت مشاطه نیست روی دلارام را”، زیبایی طبیعی و حسن خدا دادی به خال و خط ضرورت ندارد و چه بسا که تزیینات مصنوعی سبب کاهش زیبای و حسن وی گردد؛ حافظ گوید: به آب و رنگ و خال و خط چه حاجت روی زیبا را.

مجله وزین حقیقت با حسن خدادادی که داشت در مدت بسیار کوتاه درون دلها راه باز کرد و در ژرفنایی آنها مسکن گزید و دوستداران جهاد و مجاهدین را شیفته خود ساخت، آری! “حقیقت” گمشدۀ هر قلم به دست و کام جان هر نویسنده با احساس می باشد، مولنا گوید:

ای تو کام جان هر خودکامه‌ای : هر دم از غیبت پیام و نامه‌ای

یا میگوید:

کاملان از دور نامت بشنوند : تا به قعر باد و بودت در دوند

بلک پیش از زادن تو سالها : دیده باشندت ترا با حالها

گهگهی یاد مجله را کنم و شیفته آن گردم و چه بسا که خروج اصدار جدیدش را لحظه شماری کنم و برای دریافت نسخه اش بارها سر به دروازۀ آن زنم و گویا که مولنا از دل من حکایت می کند، طوریکه گوید:

قطره‌ای بر ریز بر ما زان سبو: شمه‌ای زان گلستان با ما بگو

به امید سرسبزی پایدار و طراوت همیشگی گلستان شاداب “حقیقت”.

نقیب الله نقیب نویسنده و پژوهشگر:

فرا رسیدن چهارمین سال انتشار مسلسل نشریه وزین حقیقت را به مسئولین و ناشرین این مجله و همچنین خوانندگان محترم آن مبارکباد می گویم. به این مناسبت، یک سخن با خوانندگان و دو جمله به عرض مسئولین می رسانم. خوانندگان عزیز! این مجله را که به قافله مطبوعات معیاری ملحق شده و براساس معیارهای اسلامی فعالیت دارد، حمایت کنید. بوقت ضرورت نقد کنید و نسخه های آن را با دوستان و عزیزان تان شریک بسازید. مسئولین مکرم هم از آراء و نقطه نظرات خوانندگان و مخاطبان استقبال بفرمایند. همچنین برای تنوع در مضامین مجله تلاش کنند تا هر طبقه و گروه، بشمول محصلان، طلاب، بانوان و… از جامعه خود را مخاطب آن بدانند.

احمد فارسی مبصر سیاسی:

۴ سال قبل از امروز مجلهء وزين حقيقت با چراغ حقيقتگويى و راستى داخل دنياى تاريك و مملوء از تبليغات، دسيسه سازى، تهمت، افترا و قانون شكن رسانه ها گرديد تا حقائق را بيان نموده و اين دنياى مظلم را با نور صداقت روشن سازد. اين مجله قلم به دستان صادق و سربازان گمنامى را فرصت آشكار ساختن حقائق داد كه برخلاف اكثريت نويسندگان و خبرنگاران دنياى مطبوعات نه در تلاش شهرت هستند و نه قلم خودرا در مقابل متاع نا چيز دنيا در خدمت اشغالگران كشور و يا فروشندگان وطن قرار ميدهند و يگانه هدف شان برملا ساختن حقيقت و واقعيت ها بدون اندك مبالغه و دروغ بافى براى ملتى است كه از يك و نيم دهه به اينسو شاهد اخبار و راپورهاى مغرضانه و فلتر شده توسط ادارات امنيتى كابل ميباشند.

حبیبی سمنگانی نویسنده، تحلیلگر و مترجم:

افادیتِ مجله ای علمی ، فرهنگی و جهادی « حقیقت » در بخش تزیین اذهان و تنویر قلوب افغان ها به ویژه نسل جوان کشورلایق تمجید است ، حقیقت با نشر مطالب جالب و جاذب جایگاه ویژهء را در عرصه ای جهاد و مبارزهء فرهنگی در مدت کوتاه از آن خود کرده است ، بدون تردد ، افغانستان عزیز در پهلوی تهاجم نظامی و سیاست های منفی آماج جنگ تبلیغاتی نیز قرار گرفته است ، دشمن مکار و دسیسه گر همواره کوشیده است با موجهای پیهم پروپاگندهای دروغین جهاد ، مقاومت و روند آزادی خواهی مردم افغانستان را برای جهان و افغان های ساده لوح دگرگون جلوه بدهد ، اما مجله ای حقیقت با پاسداری از حرمت قلم همواره حقایق و واقعیت ها را انعکاس داده است و با نوک قلم از چهره های بد رنگ و چند رنگ رسانه های خود فروخته پرده برداشته است ، حقیقت وجیبه ای رهنمای علمی ، فرهنگی و جهادی را به دوش دارد و این هیچ مدان افتخار دارد در راستای مبارزهء قلمی با مجله ای پر افتخار حقیقت همکار است .

Social Networks
Social Networks
Social Networks
Social Networks

Related posts